په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغان وزن جگوونکي هیلې

د لندن نړيوالو سياليو ته د نړۍ معيوب لوبغاړي هم راغلي چې په خپلو ځانگړو سياليو- پارالمکپيک کې گډون وکړي.

په دوى کې يو- افغان وزن جگوونکى- فهيم رحيمي دى.

دى د ١٥٠ کيلو ريکارډ لري خو ټول بالغ ژوند يې خپلې کورنۍ ته د روزۍ په گټلو تېرشوی دى.

ښاغلى رحيمي د بي بي سي له فارسي څانگې سره پر خپل کړاو، ننگونو او هيلو غږېدلى دى.

چې پر بنسټ يې زموږ همکارې ماريا محب رغه رپوټ چمتو کړی.