په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: اولمپيک او هنري فعاليتونه

همدا اوونۍ د ۲۰۱۲ کال لندن اولمپيک لوبې پيل شوې.

د انځور حقوق Getty
Image caption د نړۍ له ۲۰۴ هېوادونو او سيمو څه د پاسه ۱۰ زره لوبغاړي په لندن اولمپيک لوبو کې سره سيالۍ کوي.

دغه لوبې چې د اګست تر ۱۲ مې به روانې وي د نړۍ له ۲۰۴ هېوادونو او سيمو به څه د پاسه ۱۰ زره لوبغاړي په کې سره سيالۍ کوي.

اولمپيک لوبې د نړۍ خلکو تر ټولو مهم او د علاقې وړ فعاليت دی.

هر څلور کاله وروسته پر لوبغاړيو سربېره د بېلابېلو هنرونو فعالان او هم مينه وال د اولمپيک پر کوربه ښار ورماتېږي.

لندن هم اوس نه يوازې د نړۍ له بېلابېلو برخو د سپورټ مخکښانو کوربه دی، بلکې څه يې چې پر سپورټ سربېره د خلکو پام ور اړولی هنري فعاليتونه دي.

له هغو هېوادونو چې پر سپورټ لوبغاړيو سربېره يې هنرمندانو هم لندن ته مخه کړې، يو هم برازيل دی.

شک نه شته چې د دغه هېواد د فوټبال لوبډلې او نورو سپورټي لوبغاړيو ټول پام به پر مډال ګټنې ورغونډ وي، خو لندن د ريو ډې جېنرو تر ټولو غوره ۳۰ هنرمندانو کوربه هم دی.

دوی لندن کې خپل هنري فعاليت د ريو ازاد اشغال فعاليت بللی دی.

د دغو فعاليتونو بنسټيزه موخه دا ده چې لندن اولمپيک لوبې د اولمپيک له راتلونکو لوبو سره په کلتوري يا هنري توګه وتړي چې ۴ کاله وروسته به په ۲۰۱۶ کال کې په ريو ډي جنېرو کې ترسره کېږي.

په دغو فعاليونو کې برازيلي هنرمندان لندنيانو کورونو ته هم ورځي چې د لندن ژوند د هنر مخې خپل ښار سره ونښلوي. د ريو اکيوپېشن يا اشغال فعاليت مديره کرېسټيان جاټايي وايي د خلکو کورونو ته د هنر ور وړل خلک سره نژدې کوي:

"ريو اکيوپېشن لندڼ يوه پروژه ده چې ماته يې د پرمخبېولو بلنه راکړل شوې ده.

فکر نه کوم چې د دې په پرتله چې هنر د خلکو کورونو ته يوسو بل څه به ډېر سره نژدې وي.

سره له دې چې د اشغال نظريه ډېره مهمه نه ده، خو کله چې يو څوک تاسې ته خپل کور پرانيزې دا ډېره ژوره معنا هم لري.

مو د دغې پروژو په اړه بېلابېلو ځايونو کې اعلان کړی، خلکو ليکونو را استولي، په خپله اړه راته کيسه کوي، د خپلو اوسنيو مسالو او خپلو کورونو په اړه يې راته ليکلي. د اشغال فعاليت يو له بل په بشپړ ډول توپير درلود."

د ر يو ډيجنېرو هنرمندان به د اګست په پيل دريو ځانګړو ورځو کې سره يو ځای شي چې د لندن بېرمونډزې بسکېټ فکټري کې خپلې هنري نندارې وړاندې کړي.

دغه هنري جشن يو داسې بې ساری فرصت بلل شوی چې د څه د پاسه ۳۰ اصلي هنري کارونو تجربې به په کې وړاندې کېږي.

هنري فعاليتونه هره ورځ د ماسپښين له ۳ بجو پيلېږي، چې په ژوندۍ بڼه نندارې، سينما، تياتر، نڅا، موسيقې او نور بېلابېل هنري فعاليتونه به په کې ترسره کېږي.

د انځور حقوق Divulgacao
Image caption د ريو اشغال فعاليتونو بنسټيزه موخه دا ده چې لندن اولمپيک لوبې د ۲۰۱۶ کال اولمپيک لوبو سره په کلتوري يا هنري توګه وتړي.

د هنر دغه خوندور فعاليتونه د ريو ډې جينرو هنرومندانو له لوري جوړ شوي. تر ډېره پر ښار د اولمپيک لوبو کلتوري اغېز ته هم پام شوی.

د برازيلي هنرمندانو ترمنځ معماران او انځور اخيستونکي هم د لندنوالو کورونو ته ورځي چې د اولمپيک له امله ښاري بڼه کې پر بدلون هم د يو بل نظورنه واوري او وګوري.

د ريو هنرمندانو ترمنځ يو هم برازيلی معمار پېډرو هيـوېرا دی:

"مو په ريو کې د اولمپيک راتلونکې دورې له امله د بدلون له ورته بدلون تېرېږو، ځکه ما غوښتل د لندن په اړه د بحث يو چاپېريال جوړ کړم. چې خلک وکړی شي د ښار په اړه خبرې وکړي.

د دغه فعاليت ګډونوال معماران نه دي، نو اشغال يوه داسې سټراټيژي وه چې خلک په کې په دې اړه خبرې وکړي چې اولمپيک له ښاري مسئلو سره څه ډول چلن کوي ."

د ريو لندن اشغال هنري فعاليت د ۲۰۱۲ کال لندن جشن د يوې برخې په توګه د ريو کلتور دولتي سکرتريت له خوا وړاندې کېږي او د باټرسي هنري مرکز په همکارۍ د خلکو ماڼۍ پروژو ادارې له خوا جوړ شوی دی.

د لندن اولمپيک لوبو تنظيموونکي وايي تېرې الومپيک لوبې چې په دغه ښار کې شوې وې، ۱۹۴۸ کال و چې د لوبغاړيو ترڅنګ په کې هنرمندانو ته هم مډالونه ورکړل شول.

سږ کال چې لندن د درېيم ځل لپاره د اولمپيک لوبو کوربه دی، دا ځل به هم د سپورټي فعاليتونو ترڅنګ د هنر زرګونه فعاليتونه کېږي چې د نڅا، موسيقۍ، کوميډۍ، تياټر، فېشن، فېلم او نژدې هر هنر مينه وال به په کې د خپلې مينې پر هنر تنده ماتولی شي.

د "طالبانو کرېکېټ کلب"

دا د هندي ليکوال او فېلم جوړوونکي ټيمېري موراري يوه نوي ناول نوم دی.

خو لکه څنګه چې د ناول له نامه ښکاري، کيسه يې هم له ځينې واقعيتونو سره تړلې ده. د ناول پېښې خيالي ليکنه ده، خو ليکوال په کې د طالبانو واکمنۍ مهال کيسه کوي.

هغه مهال طالبانو له هر لوري زيار ايسته چې په نړيوالو فعاليتونو کې په ونډه اځيستلو ځان له ګوښي والي وباسي.

دوی په ۲۰۰۰ کال کې د کرېکېټ نړيوالې شورا غړيتوب لپاره هلې ځلې پيل کړې. ښاغلي موراري هم د هغه مهال حالاتو نه د خپلې کيسې منځپانګه جوړه کړې ده.

په تېره يوه لسيزه کې په بهرنيو ژبو د افغانستان دننه ژوند په اړه بېلابېل ليکنې او فېلمونه جوړ شوې دي.

باچا زرين جان مړه شوه

د پښتو وتلې سندرغاړې باچا زرين جانه دا اوونۍ له نړۍ سترګې پټې کړې.

مېرمن زرين جانې پر ټلوزيون او راډيو سندرې ويلې وې، چې په ۱۹۶۰ مه او ۱۹۷۰ مه لسيزو کې يې ښه شهرت موندلی و.

کتونکي د زرين جانې شهرت په سندر بوللــــه کې د دې ځانګړی سبک په ګوته کوي.

مېرمن زرين جانې په وروستيو کې له ژوند رنځ ګاللی، ناروغه وه او له بېوزلۍ سره مخامخ وه.

زرچاڼ، په لنډيو کې لفظي او معنوي ښکلاوې

دا د هغه کتاب نوم دى چې ځوان ليکوال سيد نظيم سيدي ليکلى او د پښتو لنډيو، ځينې، بديعي اوفني خواوې يې په کې روښانه کړې دي.

دا کتاب په جلال اباد کې مومند خپرندويه ټولنې چاپ کړى دى. زموږ همکار ببرک مياخېل دا کتاب له نظره تېر کړى او پېلوځي ته پرې خپله څېړنه کوي.

دا اوونۍ د دغو پښتو کتابونو کتابونو د چاپ خبر راسره دی

١- پوهه: دننګرهار پوهنتون درې مياشتنۍ مجله ده چې د١٣٩١ کال لومړۍ ګڼه يې تازه له چاپه راوتلې ده.

٢- نړيوال ادبيات د لرغوني يونا ن ادبي تاريخ ته لنډه کتنه، د ننګرهار پوهنتون د استاذ جان زړن ليکلى اثر دى چې مومند خپرندويه ټولنې چاپ کړى دى.

٣- داسلام تاريخ ډاکتر حميد الدين ليکلى او زين الله منلي ژباړلى دى.

٤- د بريالي توب لار د ډيل کارنګي اثر دى چې نقيب احمد اتل پښتو کړى دى.

نرنګى ماما، پېښورۍ پانګه، زمونږ اتل او پردېس شهيد د ليکوال محمد عيان "عيان" د لنډو کيسو څلور ټولګې دي چې دانش خپروندويه ټولنې چاپ کړې دي.

جمله په پښتو کې، د کابل پوهنتون استاذ عبد الکريم وصي وردګ علمي او څېړنيز اثر او هم د (بهلول نصيحتونه) د کونړ پوهنتون استاذ پوهيالي سيد اصغر هاشيمي ژباړه ده، چې دغه دواړه کتابونه بيا ګودر خپرندويه ټولنې چاپ کړي دي.

د پټو ښځو ټلوزيون

په مصر کې د روژې له پيل سره په اسلامي نقاب پټو ښځو لپاره يوه ټلوزيون هم په خپرونو پيل کړی دی.

د دغه ټلوزيون نه يوازې ويندويانې بلکې ټولې کارکوونکې او مېلمنې يې هم له سر نه تر پښو په حجاب پټې وي.

Image caption د دغه ټلوزيون نه يوازې ويندويانې بلکې ټولې کارکوونکې او مېلمنې يې هم له سر نه تر پښو په حجاب پټې وي.

د دغه ټلوزيون د پرانيستې مراسمو پر وخت د ټلوزيون او پراګرامونو چلوونکې مېرمنې له بشپړ حجاب سره چې تور نقابونه يې پر تنونو و، د خبريالانو پر وړاندې راڅرګندې شوې، چې د بدنونو سترګې ليدل کېدې.

عبير شاهين د دغه ټلوزيون يوې چلوونکې په خپلو خبرو کې وويل له دوی سره داسې ښځې کار کوي چې لوړې زده کړې لري، خو دا چې مخونه يې پټ دي، په رسنيو کې مناسبې دندې نه شي موندلی.

له دې کبله، دا ويي خپل پروګرامونه يې هغو ښځو ته ځانګړي کړي، چې د دوی په څېر له بشپړ حجاب او نقاب سره له کورونو ووځي.

د دغه ټلوزيون پر چلوونکو نيوکې شوې، ګواکې غوره وه چې د ټلوزيون پر ځای يوه راډيو جوړه کړې وی، ځکه د ګوتنيونکو پر وينا هغوی چې د ټلوزيون کتو لپاره کېني د ويندويانو ليدلو تمه لري.

د ښځو لپاره دغه ځانګړی شوی ټلوزيون چې د روژې په لومړۍ په خپرونو پيل کړی، د (ماريا چېنل) په نامه يادېږي، چې نوم يې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم مېرمنې د مصر قبطۍ ماريه سره تړلی دی.