په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ لپاره افغان ډله کې څوک دي؟

د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۱۲ کال د کرېکټ نړیوالو ۲۰ اوریزو سیالیو او دغه راز له اسټرالیا سره د نړیوالې یو ورځنۍ لوبې لپاره د ملي لوبډلې ۲۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د چارواکو په وینا په نوې غوره شوې لوبډله کې یو شمېر هغو لوبغاړو ته چې په ولایتي سیالیو کې ښه ځلېدلي وو او هم د ملي لوبډلې يو شمېر هغه غړي شامل دي چې د ټپونو له امله یې په تېرو سیالیو کې ګډون نه و کړی.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي د چارې مشر رییس احمدزي په دې اړه بي بي سي سره غږېدلی.