په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان بنسټیزې پروژې بشپړول شي

په افغانستان کې د رغاونې چارو په اړه د امريکا يو رسمي راپور وايي ډېری پروژې تر دې وخته له ټاکل شوي مهالوېش وروسته پاتې دي، چې کېدی شي په ۲۰۱۴ کال کې د امريکايي او نړيوالو ځواکونو تر وتلو پورې بشپړې نه شي. راپور وايي په افغانستان کې د رغونې پروژو لپاره تېر کال په لويه کچه ځانګړې شوې پيسې کېدی شي ضايع شي.

ټاکل شوې په افغانستاکې د امريکا په مشرۍ د ناټو او نړيوال ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پايه له افغانستان نه ووځي. دا چې افغانستان له اقتصادي پلوه په خپلو پښو درېدو توان ولري تر ډېره پر دې ټينګار کېږي چې په دغه هېواد کې اوږدمهاله بنسټيزې پروژې پلې شي. د افغانستان بېلابېلو برخو کې بهرنيان پر ځينو کار پيل کړی و، د افغانستان د اقتصاد وزير عبد الهادي ارغنديوال د دغو پروژو يادونه کوي: