په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ترانسپورت سیستم کمپیوټري کېږي

د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، تر راتلونکو څلورومیاشتو به د دغه هیواد د ځمکني ټرانسپورټ د عواید راټولولو سیستم کمپیوټري کړي. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر ، داوود علي نجفی وايي ترهغې چې په ټرانسپورټي بندرنو کې د پیسو د راټولو سیستم کمپیوټري شوی نه وي، په دغه وزارت کې دفساد جرړې نه شي پریکیدای. ښاغلی نجفي وايي، په ځینو برخو کې د لوړ پوړ چارواکو سیاسي فشارونه د دې لامل کیږي، چې د الوتکو د پروازونو د خوندیتوب مسله له پام وغورځوي. په کابل زموږ همکار حفیظ الله معروف د اوونۍ په ځانګړې مرکه کې د ټرانسپورت او هوايي چلند له وزیر سره خبرې کړي او په سر کې یې ترې پوښتلي، چې د افغانستان د هوايي چلند نظام څنګه ارزوي؟