په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د مالیې وزیر پر ده لګول شوو تورونو ته ځواب وايي

د افغانستان د مالیې وزیر، حضرت عمر زاخیلوال وايي، د اداري فساد پرضد د مبارزې ادارې له خوا پر ده لګول شوي د مالي فساد تورونو، د شخصي عقدو له امله شوي دي.

پر ښاغلي زاخیلوال د فساد پرضد د مبارزې ادارې مشر عزیرالله لودین تور پورې کړی و، چې په مالي فساد کې ښکېل دی او ویلي و، چې باید د هغه دنده وځنډول شي.

ښاغلي زخیلوال له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، ځینې سیاسۍ کړۍ هڅه کوي، دی دندې پرېښودو ته اړ باسي خو وايي هیڅکله به دغه ډول سیاسي لوبو ته تسلیم نه شي.

ښاغلی زاخیلوال وايي، حاضر دی د خپلو ټولو بانکي حسابونو په اړه حساب کتاب ورکړي خو وايي، د هغه چا پر وړاندې به قانوني دعوه کوي، چې دی يې په ناحقه پر فساد تورن کړی دی.

په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف له نوموړي سره په همدې اړه مرکه کړې او په سر کې دی پر ده د لګول شوو تورنو پر لاملونو خبرې کوي: