په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان هند-افغانستان بلوچستان کې په لا سوهنه تورن کړل

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک هند او افغانستان په بلوچستان کې په لا س وهنه تورن کړل.

نوموړي وویل داسې شواهد لري چې ښيي بهرنۍ لاس وهنه په پاکستان کې د ګډوډۍ او دهغه هېواد د تجزیې پلانونه لري.

نوموړي دا تور هم ولګاوه چې په بلوچستان کې بېلتون پالو ته وسلې برابریږي.

په بلوچستان کې د بشري حقونو مرستیال او د بلوچستان د سترې محکمې د مدافع وکیلانو د شورا مشر ظهور شهواڼي نه مو د یوې مرکې په پيل کې په بلوچستان کې د حالاتو د څرنګوالي په اړه وپوښتل؟