په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ولې ولسي جرګې وزیران له واکه بې برخې کړل؟

د افغانستان ولسي جرګې د دفاع او کورنیو چارو له وزیرانو جنرال عبدالرحیم وردګ او جنرال بسم الله محمدي د باور رایه بېرته واخیسته.

ولسي جرگې د کورنيو چارو او دفاع وزيران پر کونړ د پاکستان د بريدونو او يو شمېر نورو امنيتي پېښو په تړاو استيضاح کړي وو.

د جرگې اداري پلاوي د ولسي جرگې د استازو د پوښتنو پر وړاندې د وزیرانو ځوابونه د قناعت وړ ونه بلل نو ځکه دغو وزيرانو ته د باور او نه باور رايې واچول شوې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې له لارې د وزیرانو سلب صلاحیت کول د پارلمان واک بولي او وايي چې حکومت به د یکشنبې په ورځ (اګست پنځمه) د ملي امنیت تر شورا وروسته په دې اړه تصمیم ونیسي.

په ولسي جرګه کې د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو د استیضاح په تړاو استازي په دوو ډلو سره ویشل شوي وو.

د پارلمان د استازو دلایل دا وو چې وزیران په فساد کې ښکېل دي او د افغانستان پر کونړ ولایت یې د توغندیزو بریدونو په ځواب کې څه نه دي کړي.

د یوه لنډ بحث په ترڅ کې چې برخه وال یې د ولسي جرګې د دفاعي کمېټې مشره شکریه بارکزۍ او د سیاسي چارو کارپوه محمد اسماعیل یون و له سپين ټني سره په دې وغږېدل چې د دې ګام اغېزې به د هېواد په روان امنیتي حالت څه وي؟ په پیل کې له مېرمن بارکزۍ وپوښتل شول چې ولې ولسي جرګې وزیران له واکه بې برخې کړل؟