په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امنیتي ستونزې د افغان کډوالو لویه ربړه ده

په پاکستان او ايران کې د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ يانې يو، اين، ايچ، سي، ار مشران د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ستونزو او د هغو د هواري د لارو چارو د ارزولو په موخه افغانستان ته لېږدېدلي وو.

په کابل کې د ياد شوي بنسټ وياند بي بي سي ته ويلي دي چې بې روزگاري، د سر سيوري نشتوالى، امنيتي ستونزې او د يو شمېر نورو ورځینو اړتياوو نشتوالى، د راغليو مشرانو په باور د کډوالو د راستنېدو پر لاره ستر خنډونه دي.

اړوند چارواکي وايي چې د سرسيوري، د څښاک د اوبو او يو شمير نورو ستونزو غم به يو ، اين، ايچ، سي وخوري، خو وايي بنسټيزې پروژې بايد د افغان حکومت له خوا پلې شي.

وسمهال له ياد شوي بنسټ سره يو اعشاريه اوۀ ميلونه افغان کډوال په پاکستان او نژدې يو ميلون په ايران کې ثبت دي.سربيره پر دې دوه اعشاريه څلور ميلونه افغان کډوال په نا ثبت شوې بڼه په يادو شويو هيوادونو کې وسيږي.

په کابل کې زموږ همکار مصطفى سالک د يو ، اين، ايچ، سي، ار له وياند نادر فرهاد سره مرکه کړې او په پيل کې يې ترې د هغوى د پاکستان او ايران د څانگو د مشرانو د سفر د موخې په اړه پوښتنه کړې ده.