په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

تاج محمد: د فدا محمد یاد هره ورځ کاله ته ویر راوړي

د تاج محمد کورنۍ هم د جګړو یوه ولسي قرباني ده، د هغه زوی شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د کابل په قرغې سیمه کې پر سپوږمۍ هوټل د دولت وسله والو مخالفو د برید پر مهال ووژل شو.

تاج محمد وايي، سره له دې چې د زوی له مرګه یې نژدې دوه میاشتې تېرې شوي، خو لا یې غم دومره تازه دی چې په کور کې یې د نوم په اخیستو سره ویر پیلېږي.

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې هره ورځ ملکي وګړي د ښکېلو خواوو د نښتو، ماینونو او یا هم هوايي بریدونو قرباني کېږي، چې یوه ښه بېلګه یې د تاج محمد زوی فدا محمد دی.

زموږ همکار فهیم عابد له تاج محمد سره یوه لڼډه مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې د کورنۍ د یوه غړي قرباني کېدو یې پر کورنۍ څه اغېز کړی دی؟