په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سولې خبرو لپاره اسلام اباد ته د افغان پلاوي د سفر ځنډېډل

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي د طالب بنديانو د خوشې کېدو په گډون له پاکستاني چارواکو سره د سولې پر لارو چارو خبرې کوي. خو په همدې موخه اسلام اباد ته د شورا د مشرانو کېدونکى سفر ځنډېډلى دى.

په کابل کې زموږهمکار حفیظ الله معروف په همدې اړه د شورا له مرستيال عطالله لودين سره مرکه کړې چې لومړى اسلام اباد ته د افغاني پلاوي د سفر د ځنډېډو پر لاملونو معلومات ورکوي.