په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سره میاشت ۵۰ افغان ماشومان جرمنی ته لېږي

د افغانستان سره مياشت نن پنځوس تنه داسې افغان ماشومان جرمني ته د درملنې لپاره ليږي چې د هډوکو ناروغي لري يا يې بدن تر شپيته سلنې ډير سوځيدلی وي.

سره مياشت وايي د هر ناروغ پر درملنه شاوخوا ۲۰زره يورو لگښت راځي چې د جرمني د سولې د کلي په نامۀ د خير ښيگڼې يو بنسټ يې ورکوي.

افغاني سره مياشت وايي د دغه بهير په ترڅ کې يې تر اوسه تر پنځو زرو ډير ناروغ افغان ماشومان جرمني ته ليږلي چې شاوخوا ۹۷ په سلو کې يې روغ شوي دي.

د ناروغو ماشومانو د غوره کولو لاره داده چې جرمني ډاکټران افغانستان ته ځي او بيا سره مياشت په رسنيو کې اعلان کوي چې کورنۍ خپل ماشومان ورولي، بيا نو چې دغې روغتيايي ډلې کوم ناروغان خوښ کړل د جرمني د سولې کلي ته استول کيږي.

په کابل کې زموږ همکار مصطفى سالک د سرې مياشتې له وياند وليد اکبر سرورى سره مرکه کړې ده: