د عکسونو البوم: د اولمپیک لوبو وروسته د لوبغاړو هر کلی

د خپريدو وخت: 17:37 گرینویچ - چارشنبه 15 اگست 2012 - 25 زمری 1391
    • د برازیل لوبغاړي په رېو دېژنېرو هوایي ډکر کې د خپلو ۱۵ مډالونو او اولمپیک بېرغ سره کوز شول. د ۲۰۱۶ کال اولمپیک لوبې په همدې ښار کې تر سره کېږي نو بېرغ به تر هغې همدلته پاتې وي.
    • د هالنډ په شېتوخومبوس ښار کې ملي لوبغاړو ته د هر کلي مراسم
    • د سرو زرو مډال ګټونکي نیکولا کراباتیک ته په فرانسه کې هر کلی
    • کابل ته له را رسېدو سره سم د افغانستان لپاره د اولمپيک د اول او دويم مډال گټونکى - روح الله نېکپا خپلو سلګونو مینه والو وستایه
    • د روسیې د لوبو وزیر ویتالي موتکو د خپل هېواد لوبډلې ته هر کلی ووایه.
    • د قزاقستان په هوايي ډګر کې خلکو خپل لوبغاړي د ملي اتلانو په څېر وستایل. قزاقستان د سرو زرو ۷ مډالونه وګټل.
    • د نورو لوبغاړو په پرتله د برتانیا لوبغاړو لنډ سفر درلود. دغه مراسم دوی ته په لیډز ښار کې نیول شوي وو.
    • د قطر امیر زوی شیخ جوان بن هماد بن خلیفه الطاني (منځ) د ژېړو مډال ګټونکو ته ښه راغلاست ووایه.
    • د جنوبي افریقا د سرو زرو مډال ګټونکي چاد کلاز ته ۷۴ زره ډالره جایزه ورکړل شوه.
    • د هندوستان سوک وهونکې میري کوم د ژېړو مډال وګاټه او دلته له خپلو دوو اولادونو سره خوشحالي کوي

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .