په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په بریدونو کې د ایرانیانو لاس لرلو په ثابتېدو به يې اغېز څه وي؟

د افغانستان د ملي امنيت اداره وايي د نيمروز د ځانمرگو بريدونو په تړاو يې ايرانيان نيولي چې په خپل هېواد کې يې پوځي روزنه ليدلې وه او په پاکستان کې ځانمرگو بريدونو ته چمتو شوي وو.

خو که دا ثابته شي چې د افغانستان د ملي امنيت د ادارې له لوري د نيمروز د بريدونو په تړاو نيول شويو ايرانيانو په خپل حکومت کې دننه د ځینو کړيو په لارښوونه دغه بريدونه ترسره کړي وي، د افغانستان او ايران د حکومتونو اړيکو ته څه پايلي ولري؟ ناروې کې مېشت د ايراني چارو يو افغان شنونکى ډاکتر عيسى ستانکزى همدې پوښتنې ته ځواب وايي: