په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

برېوېک د روغتون پر ځای زندان ته واستول شو

د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې يوې محکمې په ټول وژنې تورن ۳۳ کلن انډریس بېرېنګ برېوېک له ‌دماغي پلوه روغ وباله او هغه ته يې د بند ۲۱ کاله سزا ورکړه. دا په داسې حال کې ده چې د نوموړي د د روغيتا په اړه ډاکټرانو مختلف نظرونه لرل.

برېوېک په ۲۰۱۱ کال کې د اوسلو په زړه کې ماین ځای پرځای کړ و او بیا یې د ځوانانو پر یوې ډلې چې د تفریح لپاره را ټول شوي وو ډزې وکړې.

د دې بریدونو له امله ۷۷ ځوانان ووژل شول او ۲۴۰ نور ژوبل شول.