اوونۍ په انځورونو کې: د اګست ۱۸ـ۲۴

د خپريدو وخت: 13:57 گرینویچ - شنبه‬ 25 اگست 2012 - 04 وږی 1391
    • یوه مسلمانه مېرمن په ډیلي کې د روژې په وروستۍ ورځ روژه ماتی کوي.
    • د اېکوادور په سفارت کې جولیان اسانج له پناه اخیستلو دوې میاشتې وروسته خپلو ملاتړو ته وینا وکړه.
    • د چایوس د اور لګېدنې یو انځور چې د امریکا د ناسا ادارې له خوا اخیستل شوی.
    • مریخ ته توغول شوی د ناسا ګاډی چې له کوزېدو ۱۰ دقیقې وروسته يې خپل لومړي انځورونه ځمکې ته را ولېږل.
    • د سېرا لیون د مرکز په یوه کمپ کې یو ماشوم تر باران لاندې ولاړ دی. دلته حکومت خپره شوې کولرا ملي بېړنی حالت بللی دی.
    • د بلوچستان په کوټه کې یوه مور خپل ټپي ماشوم روغتون ته رسوي.
    • په سوېلي افریقا کې خلک د هغو کان کنستونکو په یاد یوه مراسم ته ورغلي چې د تېرې اوونۍ د پولیسو په ډزو کې ووژل شول.
    • د یونان لومړي وزیر انتوس ساماراس په برلین کې د جرمني له صدر اعظمې انګېلا مېرکل سره د خپل هېواد د اقتصادي بحران په اړه خبرې وکړې.
    • دا په سویس کې د لامبو کلنۍ مېله ده.
    • په نیو یارک کې د ډزو له امله دوه کسان ووژل شول.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .