په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کلېک: د ټکنالوژۍ اوونيز ويديويي رپوټ

د ساینس او ټکنالوژۍ له ډګره وروستي خبرونه په ويديويي بڼه د "کلېک" په خپرونه کې وينئ. دا خپرونه ثنا ساپۍ وړاندې کوي. په دې ګڼه کې برتانيا ته د 4G تکنالوژۍ راتلل، Android له خوا لومړنۍ دېجيتل کامرې بازار ته وتل، د LG بريښنايي شرکت له خوا د نړۍ د ستر تلوېزيون او د eBay پر ويبپاڼه بدلونونه لیدلی شئ.

د کلېک خپرونې په باب که نظر لرئ لطفآ د بي بي سي پښتو فېسبوک پاڼه کې يې د کلېک ويديويي رپوټ ترڅنگ وليکئ يا يې هم د بي بي سي پښتو ټوېټرله لارې راسره شريک کړئ.