په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په ټولنه کې د زغم د نشتوالي دلايل څه دي؟

د هلمند چارواکي وایي چې تېره ورځ د دغه ولایت د کجکي ولسوالۍ په زمینداور سیمه کې نا معلومو کسانو د ۱۷ تنو چې دوه یې مېرمنې دي، سرونه پرې کړې دي.

که څه هم افغان چارواکي وايي چې د هلمند د دې پېښې په اړه ېې پلټنې لومړنۍ پړاو کې دي او بله دا چې دا سيمه د طالبانو په لاس کې ده خپله طالبانو هم په دې اړه څه غبرگونه نه دى ښودلى، د پېښې علت او نوعيت که هر څه وي د تورنو پر ضد د داسې چټک غبرگون ښودل د ډيرو په اند ټولنې کې د زغم او صبر د نشتوالی ښکارندوي کوي چې نه يوازې افغانستان بلکې پاکستان کې هم خلک ورسره مخامخ دي.

دا چې د دا ډول زغم نشتوالي علتونه څه دي، پايلې څه کېدى شي او د لرې کولو لپاره ېې څه کول په کار دي عنايت الحق ياسيني په برتانيا کې له يوۀ ديني عالم سيد مستقيم شاه او د ننگرهار پوهنتون د ارواپوهنې د څانگې له استاد عبدالرشيد سره پرې بحث کړى دى.