د لوګر طالب ضد پاڅون د انځورونو په ژبه

د خپريدو وخت: 12:45 گرینویچ - چارشنبه 29 اگست 2012 - 08 وږی 1391
    • د پل علم اړوند د کلنګار سيمې د شااوخوا دوه زره کورنيو سلګونه ځوانانو د خپلې سيمې د ساتنې په موخه وسلې را اخيستې دي، او ولسي پاڅون يې کړی دی.
    • د لوګر د کلنګار سيمې دغه پاڅون کوونکي په موټرو او موټر سايکلو سپاره او د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو پر ضديې شعارونه ورکول
    • دسيمې په لارو او کوڅو کې له ۱۶ کلنو نيولې بيا تر۴۰ کلنو پورې ځوانان او د پاخه عمر سړي، له راکټونو، مخابرو او ماشينګڼو سره ولاړ او يا پر موټرسايکلو او ډاډسن موټرو کې ګزمې کوي.
    • د پاڅونونو دا لړۍ د لومړي ځل لپاره د افغانستان د غزني له اندړو ولسوالۍ پيل وه، چې اوسمهال د هيواد نورو ولايتونو ته هم غځېدلې او لاروانه ده،

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .