په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې غږ: له خوښيو او لمانځنو سره اختلاف ولې پيل شوى؟

د افغانستان په لويديځ کې د اختر په دريمه د مشهور سندرغاړي شفيق مريد کنسرت د ځينو رپوټونو ترمخه د ځايي ملايانو د مخالفت له امله لغوه شو.

وروسته په کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزير ويل چې د ځانمرگو بريدونو له ويرې له هغه کنسرته لاس اخيستل شوى و.

تر دې وړاندې په خوست کې خلکو ويل چې د نا امنيو او گواښونو له امله د اخترونو کنسرتونه پرې درول شوي او ان په ودونو کې د ليرې پرتو سيمو خلک د ډول او اتڼ له دوده گرځول شوي دي.

ستاسې غږ په دې پروګرام کې پردې موضوع خبرې وشوې چې ولې په افغانستان کې له خوښیو او لمانځنو سره اختلاف پیل شوی؟