په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې د ښځو او نجونو ازار، څومره؟

په افغانستان کې يوه نوې پلټنه ښيي چې په عامه ځايونو، پوهنتونونو او د زده کړو په خصوصي مرکزونو کې د ښځو او نجونو ازارول زيات شوي دي.

د بدلون په موخه د ځوانو ښځو ډلې چې دغه تحقيق يې کړی وايي ډېری نجونې له همدې امله خپلې لوړې زده کړې نه شي بشپړولای.

دغه ډله وايي د تحقيق لپاره يې په کابل کې له زرو کسانو سره خبرې کړې دي.

د ټولنيزو چارو فعالين د ښځو او نارينه وو جلا والی، دوديز رواجونه، فقر او بې سوادي په لار او کوڅو کې د ښځو او نجونو د ځورولو تر ټولو مهم لاملونه په ګوته کوي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت تر يوه بريده په دې برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو هڅې ستايي، خو وايي ان پوليس پخپله هم د ښځو او نجونو په ځورولو کې لاس لري.

افغان امنيتي ځواکونه دا ردوي وايي، هره ورځ تر شلو ډېر هغه کسان نيسي چې ښځې او نجونې ازاروي.

د دې اوونۍ ځانګړی راپور د همدې موضوع څېړلو ته بيل شوی چې عبدالله ستانکزي چمتو کړی دی: