په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کبير خان د وېسټ انډيز سفر مهم بولي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د يکشنبې په ورځ ( د سپتمبر دوېيمه) له دوبۍ لندن او ور پسې وېسټ انډيز ته خوځېدونکې ده.

دوى به په وېسټ انډيز کې له ځينو ځايي ټاپوگانو او بنگله دېش سره ۲۰ اوريزې سيالۍ کوي.

د افغان ملي لوبډلې روزونکى کبير خان وايي دغه سيالۍ به د ۲۰ اوريزو نړيوالو اتلوليو لپاره د چمتو والي بهترينه لاره وي.