د پښتنې انځورګرې کښل شوي اثار

د خپريدو وخت: 13:01 گرینویچ - جمعه 31 اگست 2012 - 10 وږی 1391

زه سمر يوسفزۍ يم. په کانادا کې اوسېږم. هيله مې دا ده چې د انځورگرۍ له لارې د پښتنو د ژوند په باب د خلکو پوهاوى ډېر کړم. په انځورگرۍ کې مې د مخ پنځول تر ټولو ډېر خوښ دي چې پنسل په کې کاروم. زۀ گومان کوم چې تور او سپين رنگ زما انځورونه له معماو ډکوي او پر ليدونکو لا ژور اغېز پرې باسي. د رنگه انځورونو لپاره اوبلن رنگ هم کاروم. زما ډېر انځورونه پښتانه او په ځانگړي ډول ښځې او ماشومان ښيي. زما هڅه دا ده چې د دوى ښکلا او د دوى کړېدلى ژوند انځور کړم. دلته مې ځينې انځورونه وينئ.

    • دا انځور مې " د پردې تر شا " نوميږي، د پردې تر شا نړۍ ته په کې گورو.
    • "زما تاريخ له شرمه ډک دى، زما تاريخ له تاوتريخوالي ډک دى، زۀ ترهېدلې يم، همدا ټول له ما ميرمن جوړوي."
    • د پښتنو اتڼ
    • بيټ نيکۀ، دا وگړي ډېر کړې خدايه
    • تېښته
    • په دې انځور کې مې له رنگونو سره لوبې کړي دي
    • د کاغذ پر مخ کښل شوى دا انځور" افغانه ميرمن" نوموم.
    • دا انځور مې " تر اسلام وړاندې افغانان" بولم.
    • مکېز، ناز، او پر ځان د چا مينولو هڅه
    • دا انځور مې د کوچيانو انځورونه ده

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .