په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

متنیو بازار چاودنې ۱۱ کسان وژلي

د خیبر پښتونخوا متنیو بازار کې یوې درنې چاودنې ۱۱ کسان وژلي او ۲۰ نور ټپیان کړي دي. پولیس وایې په چاودنه کې ۳۰ هټۍ هم ویجاړې شوې دي.

ځینې ټپیان چې روغتون ته وړل شوي، حالت یې خورا خراب ښودل شوی دی.

حکومت دا پېښه غندلې او وايي اورپکو په ډک بازار کې چاودنه کړې چې بې ګناه کسان په کې وژل شوي خو تر اوسه چا د دغې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.