د معلولینو باسکېت بال په افغاستان کې

د خپريدو وخت: 11:54 گرینویچ - 02 سپتمبر 2012 - 12 وږی 1391
    • د سره صلیب نړېوالې کمېټې له خوا په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د معلولینو د باسکېت بال لوبه تر سره شوه.
    • ډېریو برخه اخیستونکو تر دې وړاندې په هیڅ رسمي سپورت کې برخه نه وه اخیستې. له لوبې وړاندې د نیو یارک د بروکلېن نه روزنکي جېس مارکټ (Jess Markt) لوبغاړو ته د لوبې قواید واورول.
    • جېس مارکټ (Jess Markt) له ۲۰۰۹ کال راهیسې په افغانستان کې د باسکېت بال لوبې لپاره معلولین روزي.
    • جېس مارکټ (Jess Markt) وايي په لومړي ځل چې يې افغان لوبغاړي میدان ته بوتلل هغوی ورته په حیرانتیا کتل او هیڅ باور يې نه کېده چې دوی به هم لوبه وکولی شي.
    • په دې سیالۍ کې د کابل، مزار، هرات او مېمنې نه اتو لوبډلو برخه اخیستې وه.
    • په هره ډله کې پنځه کسان وو چې درې يې لوبېدل.
    • دغه سیالي نورو معلولینو او لارویانو لیدله.
    • دغه کسانو ته د معلولینو څوکۍ هم یوې بلې مرستندویه ټولنې ورکړي دي.
    • لوبه د مېمنې لوبډلې وګټله او اوس دغه ګټوونکی ټیم پلان لري چې د د ۲۰۱۶ کال په پارالمپيک په لوبو کې چې د برازیل په ریو کې کيږي برخه واخلي.
    • دا ټول انځورونه ډېوېډ کنستانتین (David Constantine) اخیستي دي. دی ۲۱ کلن وو چې خپله غاړه يې خوږ کړه او اوس د معلولینو چوکۍ کاروي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .