کلي شته، وګړي نه شته

د خپريدو وخت: 06:17 گرینویچ - سه شنبه 04 سپتمبر 2012 - 14 وږی 1391
    • کلي شته، خو د کلیوالو او ماشومانو شور او زوږ په کې نه شته. شته هوارې ځمکې په کروندو ډکې شوې چې ان خلک د خپلو مړو د خښولو او جنازې لپاره هم ځای نه لري.
    • ټول کورني کارونه، مارکیټونو ته تګ، د کورنیو لپاره توکي اخیستل او د غلو دانو راټول د ښځو پر غاړه دي.
    • له شنه ګهیځه تر ماښام پورې ښځې په کروندو کې کار کوي، خپل مخونه له ګرد، دوړو او لمر څه پټ ساتي.
    • د غلو راغونډول لاهم د ښځو پر غاړه دي. خو یوازې د خرو په مټ مرسته ورسره کېدی شي.
    • نجلۍ هم په پټو مخونو په کروندو او فصلونو کې کار کوي.
    • سړې شوې کورنۍ هڅه کوي، چې د بار په رسولو کې خلک مرسته ورسره وکړي.
    • ځینې کلیوال پخپلو دودیزو کالیو کې ښکاري او له یو بل سره په کورنیو چارو او قصابۍ کې مرسته کوي.
    • د کورنۍ غړي په ماښام کې یوه خونه کې راغونډېږي، او په ورځنیو چارو غږېږي.
    • ځینې بیا په دودیزو جوړو شوو لرګینو څوکیو کښیني او بنډار کوي.
    • ځوان نسل د اوشخانا خوړو چمتو کولو په ځای کې په دودیز ډول د خوړو په پخولو بوخت دی. دوی د هغو نغریو په مټ خواړه او ډوډۍ پخوي، چې د شوروي اتحاد له پېره پاتې شوي دي.
    • دغه کډوال د اور بلولو لپاره له خسو ګټه اخلي، او ټولې کورنۍ ګاس ته لاسرسی نه لري.
    • د وچکالۍ د سختۍ نښه ان پر دغې پخه شوې ډوډۍ هم اغېز کړی.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .