د عکسونو البوم: د سولې او دوستۍ د فوټبال جام - هرات

د خپريدو وخت: 07:41 گرینویچ - سه شنبه 04 سپتمبر 2012 - 14 وږی 1391
    • د سولې او دوستۍ جام تر سرلیک لاندې د فوټبال د سیالیو تورنمنټ د افغانستان د پنځو ولایتونو د لوبډلو په ګډون پیل شوی.
    • په دې تورنمنټ کې دوې لوبډلې له کوربه ولایت هرات او ۴ ټیمونه له کابل، هلمند، کندوز او نیمروز ولایتونو څخه سیالي کوي.
    • د سولې او دوستۍ جام سیالي هر کال په هرات کې ترسره کېږي.
    • دا اتم ځل دی چی په هرات کې د افغانستان د مختلفو ولایتونو د فوټبال لوبډلو په ګډون د سولې او دوستۍ د جام سیالي ترسره کیږي.
    • د دې سیالیو د پيل په مراسمو کې چې د هرات په لوبغالي کې جوړ شوي وو، ګڼو لوبغاړو د فوټبال مینه والو او چاراکو ګډون کړی و.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .