په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د باجوړ بې ځايه شوو کورنیو ته مرستې په لاره دي"

د پاکستان حکومت وايي له دوو زرو زياتې کورنۍ د باجوړ په قبايلې سيمې کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د نښتو له امله بې ځايه شوي دي.

د پاکستان د سرحدې چارو او ریاستونو وزېر انجنيرشوکت الله ادعا کوي چې دوى په دې لړ کې مرستې استول پيل کړي چې سبا ته به رسيږي.

د دې نه وړاندې بې ځايه شوو خلکو شکايت کوو چې هېڅ مرستې ورسره نه دي شوي.

په تېرو څو اوونيو کې په دې سيمه کې لسگونه پوځيان او وسله وال طالبان په نښتو کې وژل شوي دي.

وزير انجنر شوکت الله سره د طاهرخان مرکه.