په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل کې د مسعود پلويانو او مخالفانو تر منځ نښته شوې

د احمد شاه مسعود پر ۱۱ تلين د هغه پلويان او د کابل په لوېديځ کې يو شمېر اوسېدونکي سره نښتي چې په کې د سر او مال زيان اوښتى دى.

پوليس وايي نښته هغه مهال رامنځ ته شوه چې هزاره گانو په دشت برچي کې د احمد شاه مسعود د عکسونو په شکولو لاس پورې کړ.

د عيني شاهدانو په وينا يو شمېر سيمه ييز وگړي د پوليسو په ډزو کې ووژل شول چې د هزاره اعتراضيانو د خپرولو لپاره يې کولې.

پوليس وايي قهرېدلو وگړو د پوليسو پر ځايي څانگې بريد کړى او گاډو او ودانيو ته يې اور اچولى دى.

د هزاره توکمو او احمدشاه مسعود د پلويانو ترمنځ تربگني د ۱۹۹۰ لسيزې لومړيو ته ور گرځي چې بشري ډلې وايي، گڼ هزاره وگړي په کې د هغه مهال د واکمنو له خوا وژل شوي وو.