په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د ځانمرګي کرغېړن عمل په شعر رسوا کوم"

امریکا مېشت وتلي افغان شاعر عبدالباري جهاني په دې وروستیو کې هوډ کړی چې ځانمرګي بریدونه د شعر په ژبه وغندي او افغان ولس ته د ځانمرګي کرغېړنه څېره جوته کړي.

د ځینو په ګومان دا د شعر نازکخیالي او شعریت ته زیان رسوي او هغه ته د شعر پر ځای د شعار بڼه ورکوي خو د ښاغلي جهاني په ګومان دی په دې توګه د شعر په ساده او اسانه ژبه ولس ته پیغام رسول غواړي.

د بي بي سي پښتو ویبپاڼې په دې مرکه کې شاعر، له سپین تڼي سره په همدې موضوع غږېدلی دی.

اختر جامې د عبدالباري جهاني کلام

Image caption ښاغلي جهاني وايي د شعر په ساده او اسانه ژبه ولس ته پیغام رسول غواړي

راته جوړي د اختر جامې که موري! چي د کلي مي همزولي راته ګوري چي ورځمه د خپلوانو تر کورونو د اختر مبارکۍ را باندي اوري را تیاره د اختر سپینه لونګۍ که راته جوړي مي ښایستې توري څپلۍ که د واړي سترګي د خورکۍ به مي کړې توري سره لاسونه سرې پاپۍ او سترګي بوري چي هګۍ در څخه هیري نه سي موري د بیرغ په رنګ وي سرې زرغوني توري کال نه بل کال ته که خدای کول لوییږم د ابا سره په قد کي مي سمیږم ته به جګه غاړه ګرځې چي زه ځوان سم په ټولۍ کي د همزولو چي روان سم

در یادیږم به شیدې چي مي رودلې اوږدې شپې چي به دي ماته سپینولې زویه! اوس خو دي راغلې یم تر ګوره ظالمانو کړم هم بوره هم سرتوره پلار دي مړ سو د ځان مرګو په حمله کي د کاکا زوی دي ویشتلی په سینه کي د کاکا کونډه دي بل قبر ته ژاړي بوري وراري دي قبرونو ته ولاړي نه اختر سته نه یې نوم نه خوشالي سته نه دي خور نه دي ماشوم ورور ته کالي سته چي ټوټې ستا د وجود مي ټولولې تر زخمي زړګي مي ویني څڅیدلې ستا په وینو سور وجود مي نه هیریږي تر قیامته به مي ستا سترګي یادیږي چي په غم لړي د خلکو اخترونه خدایه بل یې پر اولاد کړې سره اورونه د هغه مُلا دي ځای سي دوږخونه چي زلمیو ته ایږدي د مرګ دامونه چي په زړونو دومره سخت لکه لیوان دي نه پوهیږو مسلمان که کافران دي

ګوره چا له کوم ولاته را لیږلې افغاني میندو خو نه دي زیږولي موري! مه ژاړه دا شپې به دي سبا سي چي تیر سوي زر اختره زر به راسي نن که ز موږ له ښاره تللي جنازې دي که له ساندو مو په ساندو فرشتې دي سبا ګوره چي ظالم سپاره وي پلي ګوندي نه وي هره ورځ په شان د بلي وطن ډک دی له میړونو له زلمیو ویني نه پریږدي د خپلو میړنیو که موږ نه یو ښار مو کور دی د ژوندیو دا ټاټوبی د افغان دی له پیړیو تل به پایی تل به دا افغانستان وي چي لا پاته پر دې خاوره یو افغان وي موري سره مي که د خور پښې او لاسونه ورته واخله غاړګۍ او پایزیبونه د ماشوم ورور مي کالي درنه هیر نه سي چي په ساندو کي اختر درنه تیر نه سي.

۲۰۱۲ اګسټ ۱۶ ویرجینیا