په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کندهار سیلابونو شپږ کسه وژلي دي

کندهار کې چارواکي وايي د تېرې ورځې د اورښت له امله را وتلو سېلابونو لږ تر لږه شپږ کسان وژلي او په لسګونو کورنه یې ویجاړ کړي دي.

خو د سیمې اوسیدونکې بیا د مړو کچه تر لسو زیاته یادوي او وایي چې لا هم ځینې کسان تر خاورو لاندې دي.