په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان ٣٣ زره مېگاواټه برېښنا توليدولى شي

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د دې هېواد سیندونه ۳۳۰۰۰ مېګا واټه برېښنا د تولیدېدو وړتیا لري خو د ټول هېواد د روښانتیا لپاره یوازې ۵۰۰۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.

دغه وزارت وايي، که د افغانستان ټول بندونه و رغول شي، نو دغه هېواد به په سیمه کې د برېښنا په یوه صادرونکي هېواد بدل شي.

اوس مهال افغانستان د خپلې اړتیا ډېره برخه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي.

د اوبو برېښنا و زیر محمد اسماعیل خان بی بي سي ته وویل، د افغانستان پر سیندونو یې د ۴۴۰ وړو او غټو برېښنا کوټونو څېړنې کړي خو وايي، د برېښناکوټونو د جوړېدو لپاره نژدې ۳۵ میلیارده ډالرو او ۳۰ کلنو وخت ته اړتیا لري.

په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف د اوونۍ په ځانګړې مرکه کې د اوبو او برېښنا له وزیر اسماعیل خان سره مرکه کړې او په سر کې نوموړی د خپل وزارت په لاسته راوړنو خبرې کوي.