په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

قاضي امين وقاد: : اعتراض دې سوله ييز وي

د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د هغه فلم پرضد چې د ادعا له مخېحضرت محمد (ص) ته په کې سپکاوى شوىمظاهرې روانېوې.

په مصر کې په درېيمه ورځ ترسره شوې مظاهرهکې پوليسو د هغه احتجاج کوونکو پر ضد اوښلنغاز کارولیچې هڅه يې کوله د امريکا سفارت ته ځانونه ورسوي.

د مصر ولسمشر محمد مرسي چې په روم کې دى يو ځل بيا ژمنه کړې چې په خپله خاوره کې به بهرني ديپلوماتان خوندي کوي.

ده وويل له دې ويدیو خپرولو سره شوى تېرى د منلو وړ نه دى خو امريکايي وگړو هم دا ويدیو غندلېده.

د امريکا د بهرنیو چارو وزيرې اسلام ته د سپکاوي ویدیوغندلې او ويلي يې دي دا ويدیو د امريکا له حکومت سرهپه هيڅ ډول تړاو نه لري.

په دې تړاو په کابل کې ديني عالم او سياسي مشر قاضي محمد امين وقاد خپل غبرگون او څه بايد وشي پوښتل شوي دي.