په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل د پاتې زندانیانو ور سپارل غواړي

ولسمشر حامد کرزي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځآنګړي استازي مارک ګراسمن نه غوښتنه کړې چې د بګرام په زندان کې پاتې نژدې ۶۵۰ افغان بندیان دې افغان لوري ته وسپاري.

تېره اوونۍ شاوخوا ۳۰۰۰ افغان زندانیان، چې به بګرام زندان کې له امریکایانو سره بندیان و، افغان لوري ته وسپارل شول خو لا هم په سلګونه بندیان له هغوی سره پاتې دي.

ښاغلي کرزي له ګراسمن سره په کتنه کې ویلي چې د امریکايي لوري سره د دغه زندانیانو ساتل د افغانستان د ملي حاکمیت او له هغې هوکړې سره په ټکر کې ده چې کابل او واشنګټن شپږ میاشتې وړاندې لاسلیک کړې وه.

د ولسمشر کزي ویاند ایمل فیضي بي بي سي ته وویل امریکا باید د دواړو لورو په شوې هوکړه عمل وکړي او ژر دغه زندانیان افغان لوري ته وسپاري.

په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف له ښاغلي فیضي سره مرکه کړې او په سر کې نوموړی د ولسمشر کرزي او مارګ ګراسمن پر غونډه خبرې کوي.