د پاکستان تاوتریخجنې مظاهرې

د خپريدو وخت: 04:55 گرینویچ - شنبه‬ 22 سپتمبر 2012 - 01 تله 1391
    • د پاکستان په ځينو ښارونو کې د اسلام سپکاوي ضد فلم په غبرګون کې مظاهرې وشوې.
    • په دغو مظاهرو کې مظاهره کوونکي له پولیسو سره په نښته کېوتل، چې مرګ ژوبله یې هم لرله.
    • راپورونه وايي، چې کراچۍ او پېښور کې لږترلږه ۱۹ مظاهره کوونکي وژل شوي او تر ۲۰۰ پورې نور ټپیان دي.
    • دپلوماتیکو سیمو ته د مظاهره کوونکو د مخنیوي په موخه پولیسو پر مظاهره کوونکو هوايي ډزې وکړې.
    • مظاهره کوونکو د امریکا ضد شعارونه ورکول او ددغه هېواد بیرغ ته اور ورته کړ.
    • قهرېدلو مظاهره کوونکو پر تېرېدونکو ګاډ، ډبرې هم وارولې.
    • پاکستان د تېرې جمعې ورځ د اسلام له ستر پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) سره د مینې د ورځې په نامه رخصتي اعلان کړه.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .