په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر پاکستاني ورځپانو بندیز افغان لوری څنگه بولي؟

افغان حکومت په خپله خاوره کې پر ټولو پاکستانيو ورځپاڼو د جمعې په ورځ چورلټ بنديز ولگاوۀ.

د دغه بندیز وروسته نن ختيځو ولايتونو ته ورځپاڼې نه دي ورغلي.

افغان حکومت ادعا کوي چې دا ورځپاڼې د طالبانو لپاره د تبليغاتو په توگه کارول کېدې.

حکومت تور لگوي چې دا ورځپاڼې داسې خبرونه خپروي چې د دوى په وينا له حقيقت سره اړخ نۀ لگوي.

په کابل کې ورځپاڼه ليکونکی محمد زبير شفيقي نه وپوښتل وپوښتل شول چې د افغان حکومت د بنديز پرېکړې ته څنگه گوري؟