په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان ته د تلونکو ورځپاڼو محتوا څه دول وي؟

افغان حکومت په خپله خاوره کې پر ټولو پاکستانيو ورځپاڼو د جمعې په ورځ چورلټ بنديز ولگاوۀ.

د دغه بندیز وروسته نن ختيځو ولايتونو ته ورځپاڼې نه دي ورغلي.

افغان حکومت ادعا کوي چې دا ورځپاڼې د طالبانو لپاره د تبليغاتو په توگه کارول کېدې.

حکومت تور لگوي چې دا ورځپاڼې داسې خبرونه خپروي چې د دوى په وينا له حقيقت سره اړخ نۀ لگوي

په پېښور کې مو د خبريال او څېړونکي اقبال خټک نه وپوښتل چې هغه پاکستاني ورځپاڼې چې افغانستان ته ورځي محتوا ېې څه دول وي او دا ادعا څومره په ځاى ده چې د دې مطبوعاتو ليکنې په حقيقتونو نه وي ولاړې؟

د ورځپانو د بندیز په اړه افغان لوری څه وايي. دا په مو په کابل کې د ورځپاڼه ليکونکي محمد زبير شفيقي نه وپوښتل: