په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

استرالیا کې د ۱۵۰ کاله مخکې افغانانو فلم

په استرالیا کې افغان څاروانان د هغه مستند فلم نوم دی چې د لومړي ځل لپاره په لوېدیځ ولایت هرات کې و ښودل شو. دا فلم د هغو افغانانو د ژوند کیسه بیانوي چې شاوخوا ۱۵۰ کاله وړاندې د انګریزانو له خوا له خپلو اوښانو سره له افغانستانه استرالیا ته لېږدول شوي.

دا فلم د هرات د یوه فلم جوړوونکي فهیم هاشمي له خوا چې اوس په استرالیا کې مېشت دی، جوړ شوی.نوموړی وایي افغانانو د استرالیا په دښتو کې سخت فیزیکي فعالیت کړی او د عصري استرالیا په جوړولو کې یې مهم رول لوبولی، خو د بېلابېلو لاملونو له کبله د دوی کارنامې هېرې شوي دي.

دا رپوټ محمد قاضي زاده چمتو کړی دی.