په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په خلیج کې ۳۴ هیوادونه پوځي تمرین کوي

په خلیج کې د ۳۴ هېوادونو پوځیان د متحده ایالتونو ، جاپان او برتانيا په ګډون په یو لوى پوځي تمرین بوخت دي چې د ایران له خوا د هورموز لارې د تړلو ګواښ ته ځانونه چمتو کړي.

ایران څه موده وړاندې د پوځي ګام پر خلاف نړېوالو ته ګواښ کړی وو چې د منځني ختیځ د تیلو ترانسپورټي لاره ، هورموز به وتړي.

دغه تمرینونه د سپتمبر په ۱۶م شروع شوي ي او ۱۲ ورځې به روان وي.

د شنبې په ورځ د جاپان د دفاعي ځواک سرتیرو او فرانسوي سمندري ځواکونو د متحده ایالتونو کشټې وکاروله چې د اوبو لاندې بمونه پیدا کړي.

ددې ترڅنګ یوه الوتکه د شکمنو کشتیو په څار بوخته وه.

د جمعې په ورځ د برتانیا یوه ماین لټونکې بیړۍ د جاپاني هغې تر څنګ د خلکو د ژغورلو تمرینونه هم ته ترسره کړل.

د امریکا د سمندري ځواکونو یو قوماندان ، جان میلر وایي چې دغه تمرینونه ‍‍ثابتوي چې د نورو هېوادونو په همکارۍ ، موږ د ماینونو د له منځه وړلو وړتیا لرو.

اکټ: دا جدي تمرین ، ثابتوي چې موږ نړیوال ځواک یوو او د دې وړتیا لرو چې نړیوالې اوبه له ماینونو پاکی کړو.

خلیج د نړۍ تر ټولو مهمه ترانسپورټي لاره ده چې د جاپان ۹۰ فیصده تېل له همدغې لارې تیریږي.