په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ځوان وینې بانک له حکومتي کارکوونکو وینه اخلي

ځوان وينې بانک د حکومتي بنسټونو له مشرانو او کارکونکو وينه اخلي.

ددې بهير په ترڅ کې پرون تر ټولو مخکې د افغانستان د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې مشر مصطفى ظاهر او نورو کارکونکو څوارلس زره سي سي وينه ورکړه.

ټاکل شوې ده چې نن د پوهنې وزارت چارواکي او کارکونکي وينه ورکړي.

د وينې دا بانک شاوخوا دوه کاله مخکې د افغان نوښتگرو ځوانانو نا حکومتي بنسټ په خوست کې جوړ کړې و ،چې وروسته دا لړۍ هلمند او يو شمير نورو ولايوتونو ته هم وغځول شوه.

ياد شوي بانک تر دې مهاله تر يو ميلون سي سي ډيره وينه ټوله کړې او اړمنو ناروغانو او ټپيانو ته ورکړې ده.

په کابل کې زموږ همکار مصطفى سالک د ځوان وينې بانک له بنسټگر داود افغان سره مرکه کړې او په پيل کې يې پوښتلى دى چې څنگه يې له حکومتي بنسټونو د وينې راټولولو ته پام واوښت.