په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ملکه ثریا د شنه کمیس په ارمان مړه شوه

د پخواني پاچا امان الله خان لور هندیه وايي، افغانستان اته لسیزې وړاندې په ختیځو هېوادونو کې یو له پرمختللو هېواد ګڼل کېده.

اغلې هندیه، چې اوس په افغانستان کې په مرستندویه کارونو بوخته ده، وايي په دغه هېواد خلک د پرمختګ سمه اراده نه لري او دا هغه څه دي چې د دې په ټکو هغه ترې ځورېږي.

هغې له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې کورنۍ یې د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال په ایټالیا کې له سختو اقتصادي ننګونو سره مخامخ وه.

دا وايي، مور یې ملکې ثریا د ژوند په وروستیو کې سخت ارمان درلود، چې شین رنګی کمیس ولري خو دغه ارمان یې ترمرګه پوره نه شو.

له شهزادګۍ هندیې سره بي بي بي سي د هغې او د هغې د کورنې پر یادونو او نورو اړخونو مرکه کړې ده، چې پښتو بڼه یې حفیظ الله معروف چمتو کړې ده.