په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

''افغانستان پر ټولو پاکستاني رسنیو بندیز نه لګوي''

د افغانستان اطلاعات او کلتور وزارت وايي په پام کې نه لري چې پر ټولو پاکستانيو ورځپاڼو له يوۀ مخه بنديز ولگوي. اړوند چارواکي وايي د ختيځو ولايتونو د اطلاعات او کلتور رياستونو ته يې دنده سپارلې چې يادې شوې ورځپاڼې چاڼ کړي،چې په پايله کې يې معيارې ورځپاڼې له هغو ورځپاڼو جلا شي چې په وينا يې د افغان امنيتي ځواکونو او ددغه هيواد د ملي واکمنۍ پر ضد ليکنې خپروې.

تر دې مخکې د افغانستان د خبريالانو ملي ټولنې ويلي وو ،چې په ولسواکو ټولنو کې پر رسنيو بنديز نه لگول کيږي. ددغې ټولنې مشر عبد الحميد مبارز هم بي بي سي ته ويلي دي چې ښې او بدې پاکستانۍ ورځپاڼې بايد بيلې شي معيارې او ښې بايد افغانستان ته د راليږدولو حق ولري،او نورو ته بايد اجازه ور نه کړل شي.

د افغانستان د خبريالانو ټولنه بله خبره دا کوي چې بايد ددې ستونزې د اوږد مهاله هواري په موخه افغان ورځپاڼې پياوړې کړل شي او ختيځو ولايتونو ته واستول شي. د اطلاعات او کلتور وزارت سلاکار جلال نوراني وايي چې وار له مخه يې همداسې پريکړه يې کړې ده ، وايي په نژدې راتلونکي کې به دا چاره تر سره شي.

مصطفى سالک له کابله نور جزیيات راکوي.