په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ښځو د ظرفيت لوړول تر هر څه مهم دي

د امريکا يوې پخوانۍ سفيري سواني هنت ( Swanee Hunt) د ملگرو ملتونو د هغه پرېکړه ليک سره د ملاتړ په موخه د دوه ميليون ډالرو مرستې ژمنه وکړه چې د سولې د بهير په گډون په هره برخه کې ښځو ته د پرېکړو واک د ورکولو غوښتنه په کې شوې ده.

اغلې هنت چې د امريکا په هارورد پوهنتون کې استازه ده وايي د ځانگړي امينت سازمان به چې دا ېې مشري په غاړه لري هر کال دوه ميليون ډالره د ملگرو ملتونو صندوق ته ورکوي.

نوموړې وويل د سولې په هڅو کې د ښځو د رول د گړندي کولو پلان او پلي کولو بهير ېې د امريکا په گدون ٣٧ نورو هېوادونو کې خپل کړى دى.

دغه نوى پيسې به د هغه کارپوهانو په گمارلو ولگول شي چې د حکومتي چارواکو، ملکي مشرانو او قانون پوهانو سره کار او هغوى ته به د ستراتيژيکو پلانونو، په خبرو کې ښځو ته د پرېکړو ورکولو صلاحيت په گډون په بېلا بېلو موضوعگانو مشورې ورکوي.

موږ په همدې اړه د ښځو د حقونو فعالې اورځلا اشرف نعمت سره یوه لنډه مرکه وکړه او په سر کې تر پوښتل شوي چې د دې په فکر له دغه مرستې په څه ډول او کومو برخو کې گټه اخیستل کېداى شي.