په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سيمه ييز پوليس به درنې وسلې و نه لري

د افغانستان د سیمه ییزو پولیسو مشر جنرال عالي شا احمدزی وايي، درنې وسلې به مخامخ سیمه ییزو پولیسو ته نه ورکول کیږي بلکې د هغه په وینا د اړتیا په صورت کې به د ملي پولیسو له لارې سیمه ییزو پولیس ته سپارل کیږي.

ښاغلی احمدی زی وايي، د کورنیو چارو وزارت پرېکړه کړې چې د سیمه ییز پولیس د زده کړې موده چې اوس درې اونۍ ده، نوره اوږده کړي.

په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف له ښاغلي احمدزي سره مرکه کړې، او په سر کې نوموړی د هغو پرمختللو وسلو په اړه خبرې کوي، چې داړتیا پر مهال به سیه ییزو پولیسو ته ورکول کیږي.