نیپال کې الوتکه را لوېدلې

د خپريدو وخت: 14:09 گرینویچ - جمعه 28 سپتمبر 2012 - 07 تله 1391
    • دا الوتکه د نيپال پلازمېنې ته څېرمه را لوېدلې.
    • د پوليسو يوه وياند وويل، دغې الوتکې په کټمندو کې له هوايي ډگره تر پورته کېدو دوې دقېقې وروسته اور واخيست.
    • په الوتکه کې ټول سپاره ۱۹ کسان وژل شوي دي.
    • په وژل شویو کې برتانویان او چینایان هم شامل دي.
    • چارواکي د الوتکې د را لوېدو دلیل څېړي چې تر اوسه لا نه دی معلوم.
    • دا لومړی ځل نه دی چې داسې پېښه را منځ ته کيږي. تر دې وړاندې د همدې کال په مې میاشت کې هم یوه الوتکه د هېواد په شمال کې را ولوېده چې ۱۵ کسان يې په کې ووژل.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .