په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"پاکستان کې پر افغانستان د غلبې سیاست لا هم شته"

د پاکستان د مشرانو جرگې غړی او د عوامي نیشنل ګوند یو تن مخکښ افراسیاب خټک وايي پر افغانستان د غلبي سیاست د پاکستان په سیاسي تاریخ کې ژورې ریښې لري او لا هم په پاکستان کې ژوندی دی.

دی وايي هڅې روانې دي چې په دې برخه کې د سیاستوالو په دريځ کې بدلون را وستل شي.

ښاغلی خټک ټینګار کوي چې د پاکستان او امریکا ترمنځ د اړیکو ترینګلتيا د سیمې پر وضعیت هم ناوړه اغېز لرلای شي.

د هغه په وينا د افغانستان او پاکستان لپاره د اړیکو د ښه والي پرته بله لار نه ده پاتې.

زمونږ همکار سمیع الله موسی زي له ښاغلی افراسیاب خټک سره په کابل کې مرکه کړې. هغه په سر کې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د کړنلارې د څرنګوالي په اړه غږېدلى دى.