حیرتان افغانستان له منځنۍ اسیا سره نښلوي

د خپريدو وخت: 10:52 گرینویچ - جمعه 05 اکتوبر 2012 - 14 تله 1391
    • حیرتان هغه کوچنی ښار دی چې د ازبکستان او افغانستان پر پوله پروت دی.
    • د حیرتان ښار د افغانستان یو له مهمو تجارتي بندرونه څخه بلل کيږي.
    • همدا بندر افغانستان د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره نښلوي.
    • همدا لار د تېرو ۳۳ کلونو په جګړو کې یوه له ټولو خوندي لارو بلل کيږي.
    • له دې لارې د ورځې ۴۰ یا ۵۰ لويې لارې اوړي را اوړي.
    • د مزارشريف او حیرتانو تر منځ د اورگاډي پټلۍ هم وغځېده. د ازبکستان هېواد دغه پټلۍ مخکې يوازې تر حيرتانو پورې وه.
    • د حیرتان د اورګاډي د پټلۍ ټول لګښت ۱۷۰ میلیونه ډالره شو.
    • د دې پټلۍ لګښت د اسیا پرمختیايي بانک ورکړ.
    • ټاکل شوې را روانې پروژې د افغانستان او تاجکستان تر منځ د اورګآډي د پټلۍ جوړولو وي.
    • له همدې بندره هر ورځ د نورو توکو په ګډون تیل هم افغانستان ته را وړل کيږي.
    • په دې توکو کې په افغانستان کې مېشت نړېوالو ځواکونو ته تيل او خوارکي مواد هم شامل دي.
    • د حیرتان ښار په خپله هم د نفتو زېرمې لري.
    • له دې بندره افغانستان ته خوارکي توکي لکه کچالو، مڼې او داسې نور را وړل کيږي.
    • د دوستۍ پول د امريکا او ناروې د ٣٨ ميليونو ډالرو په مرسته د امو سيند پر سر جوړ شوى.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .