په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

'د لوحې تر لیرې کېدا به ټولګیو ته ولاړ نه شو'

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو یوځل بیا د پوهنتون د لوحې پر لیرې کېدا ټینګار وکړ.

د دغه پوهنتون د ځینو محصلینو درې اوونۍ مخکې وروسته تر هغه مظاهرې پیل کړې، چې د ولسمشر حامد کرزي په امر د ښوونې او روزنې پوهنتون نوم د برهان الدین رباني په نامه شو.

محصلینو څو ځلې لاریونونه وکړل او اوس وايي چې نوې لوحه نه وي لیرې شوې، صنفونو ته به ولاړ نه شي.