په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

۴ نوي افغان کانونه "ارزونې ته وړاندې شوي"

افغان حکومت بهرني پانګوال د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته هڅوي.

د د غه هېواد د کانونو وزارت د پلان او پالیسۍ مشر عبدل جلیل جمراني د بهرنۍ پانګوالو د هڅونې په تړاو د بي بي سي د نړۍ دا وخت سره د یوې مرکې په سر کې وويل چې څلور نوي کانونه ارزونې ته وړاندې شوي.