په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کلېک: د ټکنالوژۍ اوونيز ويديويي رپوټ

د ساینس او ټکنالوژۍ له ډګره وروستي خبرونه په ويديويي بڼه د "کلېک" په خپرونه کې وينئ. دا خپرونه ثنا ساپۍ وړاندې کوي.

په دې ګڼه کې په امریکا کې د یوې انټرنېټي ځورونکې جریمه، د Apple شرکت د تولیداتو مینه والو ته زېری، برتانیا ته د 4Gیا څلورم نسل ټکنالوژی را تلل او الوتوونکي روبات جوړولو لپاره د مچیو نه کار اخیستل وینئ.

د کلېک خپرونې په باب که نظر لرئ لطفآ د بي بي سي پښتو فېسبوک پاڼه کې يې د کلېک ويديويي رپوټ ترڅنگ وليکئ يا يې هم د بي بي سي پښتو ټوېټر له لارې راسره شريک کړئ.